د کانونو او پټرولیم وزارت اداري  غونډه ترسره کړه

firoz_admin
Wed, Mar 29 2023 1:51 PM
123

د کانونو او پټروليم وزارت اداري غونډه د ياد وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د وزارت د مرستيالانو او رئيسانو په شتون کې نن چهارشنبه د 1402/1/9 نېټې تر سره شوه.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې ورپسې بيا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د وزارت د رياستونو د فعاليتونو او کارونو له ليدلو ورسته رياستونو ته لاښونه وکړه تر څو خپل کاري راپورونه او پلانونه ترتيب او وړاندې کړي.

همدارنګه يو شمېر رئيسانو د خپلو اړوندو فعاليتونو او کارونو په اړه د خبرو تر څنګ د خپلو کاري پلانونو او برنامو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

غونډه د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په لازمو لارښوونو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS