د طوطي ميدان ګازو بلاک تړون د ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۱
س

د آمو دریا په حوزه کې د طوطي ميدان د ګازو بلاک تړون د پنجشنبې په ورځ 1403/7/19 نېټه د ازبکستان له ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو.

په همدې مناسبت چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، د اسلامي امارت د رياست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر آخند، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان هېواد خاص استازی ښاغلی عصمت الله ارګاشوف, د ازبکستان د نفت او ګازو وزير, د ايريل کام شرکت رئيس نادر بابيف, د کانونو او پټروليم وزارت مرستيالانو او رئيسانو ګډون کړی وو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جوزجان ولایت د طوطي ميدان بلاک په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: یاد بلاک شاوخوا ۷۰۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري او د ۲۵ کلونو لپاره یې د ایریل کام ازبکستاني شرکت سره د اکتشاف او استخراج تړون لاسليک شو چې په لومړیو لسو کلونو کې به د یو میلیارد امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کوي او په لومړيو دوه کلونو کې به له ګازو څخه 100 مېګا واټه برېښنا توليدوي او همدارنګه به ياد شرکت په لومړيو درې کلونو کې 1500 کيلومتر مربع دوه بعدي او 1000 کيلومتر مربع درې بعدي سروې تر سره کوي. د ياد تړون په ترسره کولو سره به نه يوازې افغانانو ته کاري زمينه برابره شي بلکې د اړتيا وړ ګاز ته به هم لاسرسی پيدا کړي او ورسره به د ملي عوايدو کچه هم لوړه شي.

ورپسې د ازبکستان هېواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل، هیله من یو چې د دغه تړون په پلي کېدو سره به زرګونه افغانانو ته په مستقیم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي او د ازبکستان هېواد  له لوري چې کومې هڅې ترسره کېږي دا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او ښه ګاونډیتوب سره مرسته وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

قراداد سمنت ولایت سمنگان امضاء شد

محترم الحاج ملا هدایت الله بدری وزیر معادن و پترولیم پنجشنبه مورخ 28/3/1405 قرار داد پروژه سمنت ایبک ولسوالی فیروزنخچیر ولایت سمنگان را با ایبک سمنت، با مجموع سرمایه گذاری 67 میلیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۰:۳۴
Background image

اختتام برنامۀ آموزشی برای انجنیران تخنیکی و مسلکی

برنامۀ آموزشی عملی و نظری در بخش‌های آزمایشگاهی، امور ساختمانی و جیوتخنیکی که طی یک ماه گذشته برای ۲۵ تن از انجنیران ریاست‌های اداری و خدمات، مس عینک، تدارکات، انستیتوت معادن و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

کمپنی ازبکستان خواهان سرمایه‌گذاری در معادن طلا و مس افغانستان شدند

محترم عبدالرحمن قانت، معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم، دوشنبه مورخ ۱۴۰۵/۳/۲۵، با رئیس گروپ کمپنی‌های  Ceramic Tua Hua  LLCو Bekobode Frp Pipe Products کشور ازبکستان  و. . .

BACK TO NEWS