د پلان او پالیسي مرستیال له ایراني پانګوالو سره وکتل

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱:۱۰
hsjw

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٣/١١/٧ نېټې د ایران او افغانستان د کانونو صنایع او سوداګرۍ ګډې خونې د هيئت رئیس محمود سیادت، دایران د سوداګرۍ خونې د نړیوالو چارو مرستیال  سید حامد عسکري او مل پلاوي سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هېواد دکانې زېرمو په برخه کې یې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې، دغه راز یې د کان کیندنې او اکتشاف په برخه کې د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه یې د همکاریو ژمنه وکړ.
 ښاغلي سیادت د خپل هېواد دکان کیندنې شرکتونو د کاري تجربې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د اوسپنې، مرمر، ډبرو سکرو، تالک، سرب او جست، ګرانیټ او سینګاري ډبرو په کانونو کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
د پلان او پالیسي مرستیال د هغوی د لېوالتیا په اړه خوښي څرګنده کړه د کان کیندنې د قانون او کړنلارې مطابق يې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه او د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

عقد قرار داد معادن نمک ولایت هرات


محترم مولوی عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم قرارداد بلاک سوم ساحه نمکسار ولسوالی غوریان ولایت هرات را با سرمایه‌گذاری 10.2 میلیون دالر امریکایی سه‌شنبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۸
Background image

برنامه آموزشی تحت عنوان نحوه تفتیش فنی از پروسه‌های معدنکاری به پایان رسید

برنامه آموزشی ده روزه پیرامون نحوه تفتیش فنی از پروسه‌های معدنکاری که از طرف ریاست انستیتوت معادن جهت ارتقای ظرفیت انجنیران و کارمندان ریاست تفتیش تخنیکی برگزار گردیده بود پایان یافت.
ن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

دیدار مشاور ارشد مقام وزارت با رئیس عمومی شرکت TNG

محترم مولوی احمد جان مشاور ارشد مقام وزارت، با حضور الحاج ملا محمد اسرائیل رئیس عمومی پترولیم و اعضای کمیتۀ تخنیکی، یکشنبه مورخ ۲۳/۱/۱۴۰۵ با رئیس عمومی شرکت T N G کشور تاتارستان و هیئت. . .

BACK TO NEWS