د ټاپي پروژې عملې چارې پیل شوې

sp_admin
Thu, Sep 12 2024 9:22 AM
س

ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکې ګډه پروژه ده، چې د مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته طبیعي ګاز رسوي، ددغې پروژې تړون په لومړي ځل په ١٩٩٧ کال کې د وخت اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د ترکمنستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بوریس شیخ مرادوف سره تړون لاسلیک شوی وو.

خو د ځینو ستونزو له کبله ددغې پروژې کارونه وځنډېدل، دا ځلې له اوږده ځنډ څخه وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت د مشر تابه په زیاتو هلو ځلو سره د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند او د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د یادې پروژې عملي چارې پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژې په پیل سره به د اړوندو هېوادونو د انرژۍ اړتیاوې پوره شي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې به د نل لیکې په اوږدو کې د کار موندنې فرصتونه رامنځته شي او ګډې اقتصادي همکارۍ به پیاوړې شي، دغه راز به د سیمه ییز ثبات او سیمې هېوادونو تر منځ همکاري او سوداګري زیاته شي او افغانستان به د ګازو تر څنګ د ترانزیټ له درکه په کلني ډول زیات عواید تر لاسه کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS