د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

kamran_admin
Sat, Oct 25 2025 8:45 AM
NEWS

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې او د خپلې کمپنۍ د چارو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل ویې ویل زموږ کمپنۍ ډېره تجربه لري له ډېرو کلونو راهیسې د کاني سرچینو په برخه کې کار کوو موږ چمتو یو چې د کانونو، ودانیزو چارو او د تېلو د تصفیې په برخه کې پانګونه وکړو نوموړي دغه راز د نفتو او ګازو څاه ګانو د بیا رغونې خبره وکړه زیاته کړه چې په یادو برخو د دوی کمپنۍ ښې وړتیاوې لري.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ وویل موږ له هغه چاسره کار کولو ته ژمن یو چې هغوی ښه وړتیاوې لري دغه راز نوموړي ورسره د کاني سرچینو په برخه کې د پانګونې په موخه د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS