د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې رئیس د ولایتونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran2_admin
Tue, Jul 07 2026 11:42 PM
*د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې رئیس د ولایتونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد د طبیعي زېرمو د قانوني او معیاري استخراج د بهیر د لا ښه والي په موخه، د پروان او کونړ ولایتونو د کانونو  د قراردادي شرکتونو له استازو سره د کانونو د استخراج او پروسس په تړاو ناستې ترسره کړې.
د دغو ناستو بنسټیزه موخه د ۱۴۰۵ مالي کال په ترڅ کې د یادو شرکتونو د فعالیتونو په اړه د ترسره شوې تخنیکي ارزونې د پایلو شریکول او د چارو د ښه والي لپاره د لازمو سپارښتنو وړاندې کول وو.
د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس، حافظ عبداللطیف خالد په خپلو خبرو کې د شرکتونو تخنیکي او اداري نیمګړتیاوې په ګوته کړې او د فعالیتونو د اصلاح او معیاري کېدو لپاره یې اړینې لارښوونې او لازمې سپارښتنې وړاندې کړې.
د قراردادي شرکتونو استازو د وزارت له جدي څارنې او لارښوونو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ریاست ټولې سپارښتنې او توصیې به په ټاکلي وخت عملي کوي. هغوی همداراز د وزارت له رهبرۍ څخه د تخنیکي همکاریو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.
په پای کې د تخنیکي پلټنې رئیس د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ستونزو حل او ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي او په بېلابېلو برخو کې له هغوی سره هر اړخیزو تخنیکي همکاریو ته ژمن دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد د طبیعي زېرمو د معیاري، قانوني او روڼ استخراج د تأمین په موخه به د تخنیکي پلټنو بهیر په دوامداره توګه روان وي او د کانونو د قراردادي شرکتونو د اصلاحاتو د څرنګوالي څارنه او ارزونه به په پوره ژمنتیا سره دوام ولري.

Latest news

Tue, Jul 07 2026 7:01 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets with the Ambassador of Turkmenistan

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, met with  Khawaja Ovezov, Ambassador of Turkmenistan, at his office on Tuesday, 7 July 2026.

During the meeting, the Ambassador. . .

Tue, Jul 07 2026 3:37 PM
Background image

Herat Salt Mine Extraction Contract Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on Tuesday, 7 July 2026, signed the contract for the extraction of the first block of Salt Mine, located in the Namaksar area of. . .

Mon, Jul 06 2026 8:47 PM
Background image

Construction Activities of the TAPI Project Progress Rapidly

Construction activities on the (TAPI) Gas Pipeline Project within the territory of Afghanistan are advancing rapidly. Preparatory works are progressing steadily across various sections. . .

BACK TO NEWS