د معادنو او پترولیم وزیر شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور نن شنبه د ترکیې له سفیر «جهاد ارگین‌ای» سره په کابل کې لیدنه وکړه

firoz_admin
Sun, Dec 05 2021 10:08 AM
xx

په دې ناسته کې د معادنو او پترولیم وزیر د دغه ډول ناستو په هرکلي سره وویل: دا ناستې د افغانستان او ترکیې د خلکو تر منځ اړیکې ټینګوي. نوموړي زیاته کړه: افغانستان ۴۳ کاله جګړه او بحران کې تېر کړي، اوس یې خپلواکي او ملي حاکمیت تر لاسه کړی او د تېر په څېر امنیتي ګواښونو او زورواکۍ ته یې د پای ټکی اېښی دی. تر ۲۰ کاله جکړې وروسته افغانان اوس یو د بل تر څنګ فعالیت کوي. له دې امله هر هېواد چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، د ا.ا.ا یې هرکلی کوي او امنیت یې نیسي.

د معادنو او پترولیم وزارت د سرپرست په وینا ترکیه موږ ته لومړیتوب لري. دغه هېواد پخوا هم د ښوونځیو د زده‌کوونکو او افغان محصلینو په برخه کې همکاري کړې ده، چې دا د دوو مسلمانو او دوست هېوادونو تر منځ همکاري ګڼل کېږي.

په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر «جهاد ارگین‌ای» له افغانستان سره د ترکیې د پخوانۍ او تاریخي اړیکې یادونه وکړه او ویې ویل: له افغانستان سره د ترکیې اړیکه اوږده او تاریخي مخینه لري. د افغانستان له خلکو سره د ترکیې مرستې د ورورولۍ پر اساس دي او دا هغه څه دي چې هېڅکله له منځه نه ځي. ترکیه په افغانستان کې د سرې میاشتې له لارې له کډوالو او بې‌ځایه شوو سره د همکارۍ تر څنګ نور هېوادونه هم هڅوي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: ترکیه به ژر تر ژره په کابل کې په سفارت پورې اړوندې چارې پیل کړي.

په پای کې د معادنو او پترولیم وزارت سرپرست وویل: افغانستان د معادنو له نظره یو بډای هېواد دی، نو له همدې امله له دوست هېواد ترکیې څخه غواړي چې د معادنو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. هغه همدارنګه زیاته کړه موږ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ په ټول هېواد کې د دوی امنیت ټینګوو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS