د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه د مشواڼی قوم له علماو او سپنږیرو سره وکتل.

firoz_admin
Thu, Feb 03 2022 8:52 PM
الل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 14/11/1400 نېټه د هیواد له د بېلابېلو ولایتونو څخه د مشواڼي قوم له علماوو، مخورو او قومي سپنږیرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر له علماوو، مخورو او قومي سپینږیرو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، موږ دغه دروند مسولېت په غاړه لرو او همدارنګه د تېرو شلو کلونو په قربانۍ ورکولو سره نن په سوله ایز او خوندي چاپېریال کې ژوند کوو.
د نړۍ له 48 څخه زیات هیوادونو افغانستان اشغال کړی و چې دا د یوې نړیوالې جګړې په څېر و او د نړۍ زیاتره هیوادونو په دغه جنګ کې په مستقیم او غېرې مستقیم ډول زموږ له ولس سره په جګړه کې ښکېل وو.  دغه اشغالګرو هیوادونو د ملیاردونو ډالرو له لګښت او انساني تلفاتو وروسته بلاخره د الله پاک په مرسته او د افغان ولس په قربانیو سره له ماتې سره مخ شول، چې دا ټولې لاسته راوړنې د افغانستان د مظلوم ولس، مجاهدینو او د اسلامي امارت د ټولو پیاوړو مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې تر لاسه شو.
موږ د خدای پاک شکر ګذاره یو چې  چې نن د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هیواد کې اسلامي نظام او ملي حاکمیت حاکم شو او اوس اسلامي امارت او زموږ ټول افغان ولس په یوه امن چاپېریال کې ژوند کو او هڅه کوو چې د هراړخیزو او صادقانه خدمتونو په وړاندې کولو سره د هیواد اقتصاد ته وده ورکړو او د ملي عوایدو کچه لوړه کړو تر څو وکولی شو چې دغه کړیدلی ملت له اقتصادي بحران څخه وژغورو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS