د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین MCC شرکت اجرائیوي مرستیال سره ولیدل

firoz_admin
Sun, Nov 20 2022 2:08 PM
www

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک پروژې د MCC قراردادي شرکت اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره 29/8/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال ښاغلي اوو من سره د ليدنې پر مهال د مس عینک پروژې د مختلفو برخو د لروغونو اثارو د انتقال، د شته ننګونو د حل او قراردادونو په اړه خبرې وکړې او وویل: د MCC شرکت باید د قرارداد له مخې خپل ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه تر سره کړي او د یادې پروژې د عملي کار د پیل په اړه یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د MCC شرکت اجراییوي مرستیال ښاغلي اوو من هم د پروژې د کار د پېل په برخه کې د دوی له هلو ځلو مننه وکړه او وویل:  چې د عینک له سیمې څخه د لروغونو اثارو تر بشپړ انتقال وروسته په عملي توګه خپل ساختماني چارې پيل کړو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS