د کابل ولایت په تره خېل سیمه کې د درز دار او فرسایشي مرمر ډبرو د استخراج پروتوکول لاسلیک

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شتون کې د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ په تره خېل سیمه کې د درز دار او فرسایشي مرمر ډبرو د استخراج پروتوکول د کانونو او پټرولیم وزارت او د کور جوړونې ساختماني ریاست تر منځ امضاء شو.
د کابل د کانونو ریاست سرپرست ښاغلي مفتي عبدالحمید اخندزاده او د کور جوړونې ساختماني ریاست رئیس ښاغلي پوهنیارمحمد میرویس ارغنديوال له لوري دغه پروتوکول نن سه شنبه د 13/10/1401 نېټې د وزارت په مقام کې امضاء شو.
ياد پروتوکول د روان کال د جدي میاشتې څخه تر پنځو کلونو لپاره د مرمر ډبرو في متر مکعب قیمت 400 افغانۍ او د کان کلنۍ استخراج حجم په ټاکلې سیمه کې 1.55 هکتاره کې د 10000 ټنو په اندازه د اعتبار وړ ده.