د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست  لیدنه

firoz_admin
Tue, Feb 14 2023 3:07 PM
ثص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 25/11/1401 نېټې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي داکتر حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 
په پیل کښې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو په اړه لنډې خبرې وکړې. 
په دغه لیدنه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ورسره مل  پلاوي په مختلفو برخو کښې په تیره بیا د افغانستان د کانونو په برخه کښې د پانګونې لپاره د خپل چمتووالی څرګند کړ او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د ايران سفير دغه راز د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو او د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره د کار پيدا کولو په مقصد د دواړو هېوادونو په 20 کيلو مټرۍ کښې د ګډ ازاد مرکز د جوړولو غوښته وکړه او د کانونو په برخه کښې یې د داړو هیوادونو د کارپوهانو تجربو شریکولو باندې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS