د هغه تأمیناتو، تضمیناتو او طلباتو په اړه غونډه تر سره شوه چې له تحولاتو مخکې ورکړل شوي وو

د تامیناتو، تضمینانو او طلباتو غونډه د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ د مالي او حسابي ، تدارکاتو، داخلي تفتیش، د عوايدو د تنظيم، حقوقي ریاستونو او د ماليې وزارت د استازو په شتون کې نن دوشنبه 1/3/1402 نېټه د مالي او اداري د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په پیل کې د مالي او حسابي ریاست له خوا د تېر حکومت د پیسو د تامیناتو، تضمیناتو او طلباتو په اړه لنډ معلومات وړاندې شول ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته لازمې لارښوونې وکړې او راتلونکې غونډې ته یې وځنډول.