د کابل ولایت د علماوو شورا رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه 

firoz_admin
Sat, Jun 24 2023 3:40 PM
e

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن شنبه د ۳/۴/۱۴۰۲ نېټې د کابل ولایت علماوو شورا له رئیس شیخ الحدیث خلیفه صاحب دین محمد او له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کابل د علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث خلیفه صاحب دین محمد راتګ ته هر کلی وویل. دواړو لورو د ا.ا.ا په پرمختګ او بریالیتوب په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنو د هېواد د طبیعي زېرمو د ښه مدیریت او ګټې اخیستنې او د یاد وزارت د عوایدو لوړوالي په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو د روڼتیا، د داوطلبۍ پروسې د څرنګوالي، د قراردادونو د ورکړې او د هغو د پروسې  په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د افغانستان کانونو باندې لېواله پانګوال کولی شي چې د کانونو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS