د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست  د اوسپنې پټلۍ له عمومي ریئس سره  ولیدل

firoz_admin
Sat, Jul 15 2023 2:33 PM
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د لاور نن شنبه 1402/4/24 نېټې د اوسپنې پټلۍ له عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې چې د وزارت مالي او اداري مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، دواړو لورو دفعالیتونو پر پراختیا او همدارنګه د اوسپنې پټلۍ چې له ایران څخه د هرات ښار او اندخوی، شبرغان، مزارشریف تر شیرخان بندر پورې چې له ترکمنستان او تا جکستان هېوادونو سره نښلول کېږي بحث او نظرونه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوسپنې پټلۍ چې ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادنه سره نښلول کېږي وویل: دا یوه ملي پروژه ده چې له یادو هېوادنو څخه به د مالونو د لېږد  په برخه کې زیاتې اسانتیاوې را منځته کړي او همدارنګه د سرکونو جوړول او خلکو ته کاري فرصتونه برابرول او د یاد پروژې سرته رسولو کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS