د کانونو او پټرولیم وزارت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست د همکاریو دوه اړخیزه ناسته

firoz_admin
Wed, Oct 04 2023 2:32 PM
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رئيس پوهاند عبدالرشید اقبال سره دیو شمېر رئیسانو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د 11/7/1402 نېټې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
یاده ناسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رئیس په غوښتنه چې پکې د کانونو او پټرولیم وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون تر منځ د همکاريو او همغږۍ په موخه د جیولوجي محصلینو د عملي کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او په یادو مواردو یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د تخنیکي مرستیال له لوري د مالي امکاناتو په نظرکې نیولو سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون دوه تنه محصلینو اعاشه، مصارف او استوګن ځای او د عملي کار په موخه کوچنیو کانونو ته علمي سفر په برخه کې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري غوښتنه وشوه، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست دې د ماسټري برنامې جوړول، د کانونو د انجنیرانو تعليمي سطحې لوړولو د کانونو داستخرج، جامد ګټور موادو په برخه کې دې د زده کړو زمینه ورته برابره شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS