د مالګې او نفرايټ کانونو له قراردادیانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 1402/7/26د نمک او نفرايټ کانونو له قراردادیانو سره وکتل.
د يادو کانونو قرارداديانو د خپلو استخراج او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې د وزارت له مقام سره شريک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د کان کېندنې طرزالعمل سره سم د همکارۍ ژمنه وکړه.
