د نفت او ګازو کمېټې غونډه ترسره شوه
د نفت او ګازو کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د 1/8/1402 نېټې د کمېټې غړو او افچین کمپنۍ استازو ترمنځ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کاري فعالیتونو راپور څېړنه د قشقري د نفتو پروژې په برخه کې د افچین کمپنۍ اجراتو په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل، پرېکړه یې وکړه چې د افچین کمپنۍ له لوري دې د لا ډېر وضاحت په موخه نورې غونډې هم ترسره شي.
