د جګدلک یاقوتو کان آفرګشایي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
Thu, Dec 07 2023 8:44 AM
سس

د جګدلک یاقوتو کان آفر ګشايي، چې مخکې د داوطلبۍ اعلان ته سپارل شوې وه، نن ورځ  یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، رئیسانو، د رسنیو استازو، په شرایطو برابر داوطلبوشرکتونو په شتون کې، د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کان د مساحت، اکتشاف د استخراج او پروسس په اړه خبرې وکړې.
د ټاکلې کمېټې له لوري د پروپوزلونو له ارزونې وروسته به یې پایلې اعلان شي.
د وزارت سرپرست همدارنګه د پنجشېر د زمردو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل ویې ویل: چې په یاد ولایت کې 1500 د زمردو کانونه تثبیت شوي، چې 400 تنو ته د کان کیندنې جوازونه ورکول شوي او 10000 زره کسان په مستقیم ډول د یاد ولایت په کانونو کې په کار بوخت دي، او همدا راز په اوو داوطلبیو کې د 20 زره قیراط زمرد د دوه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول خبرې وکړې او زیاته یې کړه: هڅه کوه چې د زمردو دپلور لپاره په انلاین توګه داوطلبي ترسره کړو، چې کورني او بهرني سوداګر هم پکې ګډون وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS