د 120 میلیونو افغانیو په ارزښت د دریو کاني ساحو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
Sat, Mar 09 2024 2:57 PM
ss

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د B بلاک د مرمر ډبرو کان چې 0.920 کیلومټره مربع مساحت لري د 68.310000 افغانیو په پانګونې سره او همدا راز د لغمان ولایت مرکز مهترلام د پنج پای سیمې د بیوتیت دار ګرانیټ کان چې 0.851 کیلومټره مربع مساحت لري د 34.155000 افغانیو په پانګونې سره او د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیر سرخ سیمې ګچ چې 0.266 کیلومټره مربع مساحت لري د 21.170000 افغانیو په پانګونې سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي هئیت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي ول د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه. 
په دغه داوطلبي کې د حفیظ عالمیار استخراجي شرکت  د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د B بلاک د مرمر ډبروکان یوټن د 1650 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکی شو او همدا رنګه  د الافضل انټرنشنل استخراجي شرکت د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار د پنج پای سیمې د بیوتیت دار ګرانیټ کان یوټن د 440 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکی شو او د افغان ایکو استخراجي شرکت د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیر سرخ سیمې ګچ کان یوټن د 1120 افغانیو په رویالیټي سره ګټونکي اعلان شول د یادونې وړ ده چې یاد کانونه د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو او 120 کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: ګټونکي شرکتونه مکلف دي چې د رویالیټي سربېره ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او استخراج برخو کې خپلو تعهدات ترسره کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS