د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تېرې ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له وزیر سره وکتل

firoz_admin
Sun, May 05 2024 3:36 PM
d

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تېرې ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ له وزیر ښاغلي امیرزي سنګین او د تېر حکومت د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له رییس ګل الرحمن قاضي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسني وضعیت او سرتاسري امنیت، په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو، د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان زیات شمېرکانونه لري اوهغه فرصتونه چې موږ یې اوس لرو، کولی شو هېواد د اقتصادي پرمختګ او ودې په لور بوځو، نوموړي دغه راز د کانونو د قراردادنو د مس عینک او دویم مس عینک، د هرات د زنده جان، د کندهار د شور اندام او جبل السراج سمنټو د هېواد د نفتو او ګازو د کانونو او د دغه وزارت د نورو قراردادونو چې د پروسس چارې به یې سل په سلو کې په کور دننه ترسره کېږي خبرې وکړې زیاته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ټولو په راتګ سره به زموږ مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه د هېواد په ودانولو کې ونډه واخلي، ترڅو هېوادوالو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړو.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجي پخواني وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د کانونو اوپټرولیم وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه ویې ویل: په حقیقت کې اسلامي امارت نه یواځې دا چې ثبات او سرتاسري امنیت رامنځته کړی بلکې په افغانستان کې یې د کارموندنې او پانګونې پراختیا په برخه کې هم زمینه برابره کړې ده دغه راز یې د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS