د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک قراردادي کمپنۍ MJAM له مشر سره وکتل

urgent_user
Thu, Jul 18 2024 8:28 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د مس عینک قراردادي کمپنۍ MJAM له مشر ښاغلي سونګ ون بینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي سونګ هغه ته د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ښاغلي سونګ عینک ته د غزېدلي سړک په اساسي توګه د جوړولو، په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل په اړه یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره خپل کاري پلان شریک کړ او د مس عینک پروژې د پلي کولو لپاره یې د شرایطو د چمتوالي خبره وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دیادې پروژې د ژر پیل کېدو غوښتنه و کړه او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په موخه یې د همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS