د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د انرژۍ اړوند بېلابېلو ناستو کې ګډون وکړ

sp_admin
Sat, Sep 28 2024 1:50 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي د روسیې فدراسیون ته د سفر په دویمه ورځ مسکو کې د انرژۍ اړوند اقلیم ته د زیان اړونې پرته د هایدروکابوني انرژۍ تولید، د انرژۍ په سکټور کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا، د سیمه ایزې انرژۍ د همکارۍ امکانات او د روسیې انرژۍ د پانګونې نوې دورې په ناستو کې ګډون او بحث وکړ.

او همدا راز ښاغلي بدري د روسیې فدراسیون د انرژۍ وزیر سیرګي تسویلوف سره دوه اړخیزه ناسته وکړه چې په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي سیرګي تسیویلوف د افغانانو ظرفیت لوړونې او د افغانستان په اړه پخواني جیولوجیکي او جیوفزیکي برخه کې د روسیي متخصصیونو  ډیټا او معلومات افغانستان ته د سپارلو ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست د یادو ناستو په څنډه کې د ګازو او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید کمپنۍ له مشر سره ناسته ترسره کړه او یادې کمپنۍ ته یې په افغانستان کې له ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا تولید لپاره بلنه ورکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS