د پلان او پالیسي مرستیال د بېلاروس هېواد له پانګوالو سره وکتل

kamran_admin
Sun, Jan 12 2025 8:47 AM
د پلان او پالیسي مرستیال د بېلاروس هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي د شنبې په ورځ د ١٤٠٣/١٠/٢٢ نېټې د بېلاروس هېواد  له پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پلان او پالیسۍ مرستیال وویل: افغانستان د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي او دوی کولای شي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي.
د یاد هېواد پانګوالو د پانګونې لپاره د اړینو فرصتونو او اسانتیاوو  برابرولو هرکلی وکړ، د تالک، مرمر، ډبرو سکرو او ګرانیټ کانونو کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره یې د ګډ کار غوښتنه وکړه.
د پلان او پالیسي مرستیال د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی وکړ  او د کانونو د قانون او مقرراتو سره سم یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS