د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تخار ولایت له کاني سیمو څخه لیدنه وکړه

kamran_admin
Thu, Apr 24 2025 9:35 AM

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د پلي کېدو رئیس انجنیر ګل محمد برهان په مشرۍ چې د تخار ولایت د کانونو رئیس مولوي علم خان مبارز او د وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله یاد ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بېلابېلو ولسوالیو له کاني سیمو لیدنه وکړه. 
دغه راز یې د خپل سفر پر مهال د رستاق، قلعه ینګي، درقد، خواجه غار ولسوالیو ولسوالانو، کاني سیمو د استخباراتو مدیرانو، امنیه قومندانانو، د عوایدو مسوولینو، د قراردادي شرکتونو استازو او د سیمه‌ ییزو مشرانو سره لیدنې او ګډې ناستې ترسره کړې. 
په دې ناستو کې د کانونو د استخراج په برخه کې روڼتیا، د قانوني تړونونو پلي کېدل، د عوایدو د راټولولو، د اسلامي امارت د پالیسۍ د پلي کېدو په اړه هراړخیزې خبرې او سپارښتنې وشوې.
یاد پلاوي د هر شرکت له کاني سیمې تخنیکي ارزونه وکړه، او د کانونو د تثبیت لپاره شاوخوا (۲۰۰) بلاکونه سکېچ شول تر څو له قانوني لارې يې تړونونه وشي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS