د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

kamran_admin
Sun, May 11 2025 7:56 AM
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال له روسي پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴/۲/۲۰ نېټه په خپل کاري دفتر کې له روسي پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې یادو پانګوالو د افغانستان د پانګونې فرصتونه مناسب وبلل او د یاد وزارت له لوري یې د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د سرو زرو او مسو په برخه کې د پانګونې په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغوی همداراز د یو معیاري او مجهز لابراتوار د جوړولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
مالي او اداري مرستیال د روسي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت په تامین سره د بهرنیو پانګوالو د را جلبولو ښه زمینه برابره کړې ده او ټول نړیوال پانګوال کولای شي چې د شرطپاڼې له مخې خپل پروپوزلونه د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه وړاندې کړي.
دغه راز یې په پای کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کان کیندنې د قانون او کړنلارې له مخې به ور سره همکاري وشي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS