د کانونو او پټرولیم وزیر د MCCT او MJAM له رئیسانو سره وکتل

kamran_admin
Wed, Nov 05 2025 8:41 AM
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د MCCT عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي MJAM رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د MCCT شرکت رئیس د پروژې د کاري پرمختګ، د تړون د ژمنو د پلي کولو او د پروژې لپاره د برېښنا برابرولو، چې د یاد شرکت له لوري په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کېږي خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه د مس عینک پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنیز راپور د وزارت مشرتابه ته وسپاره.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یادې پروژې د کارونو د چټکتیا په اړه ټینګار وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د لا ښه پلي کېدو لپاره  هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS