د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

kamran2_admin
د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې (۳۰۰.۵) درې سوه اعشاریه پنځه کیلوګرامه منځني لاجورد ډبرې، چې په کاپیسا ولایت کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه، د ۱۴۰۵/۰۷/۱۲ نېټې څخه د (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د قیمت‌گذاری کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یادو منځنیو لاجورد ډبرو د هر کیلوګرام لومړنی قیمت (۵۲۰) پنځه سوه او شل افغانۍ ټاکل شوی دی.

هغه علاقه‌مند شرکتونه چې غواړي یادې لاجورد ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړه بیه وپېري، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه، د اعلان د مودې په جریان کې، د کادستر او تړونونو د تطبیق لوی ریاست ته وسپاري او د لومړني ټول قیمت لس (۱۰) سلنه د داوطلبۍ د تضمین په توګه د بانکي تضمین خط په بڼه د داوطلبۍ په ورځ له ځّان سره ولري.

More tenders

Sun, Jul 26 2026 1:54 PM
Background image

Tender Notice

The Ministry of Mines and Petroleum hereby invites all interested and qualified local and
international companies to participate in the bidding process for large-scale mining contracts . . .

Back to tenders