کانونو او پټرولیم وزارت ته د نوي ځای ناستي وزیر د پيژندګلوۍ مراسم ترسره شول

firoz_admin
Thu, Oct 31 2019 8:48 AM
ss

کانونو او پټرولیم وزارت ته د نوي ځای ناستي وزیر مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د دې وزارت پخواني وزیر، د کانونو اوپټرولیم وزارت، د کورنیو او بهرنیو وزارتونو مرستیالانو، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو، رئیسانو، مشاورینو او د کانونو وزارت کارکونکو ګډون کړی ؤ.

د پروګرام په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلي ولي الله ځدراڼ راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د وزارت په مشرۍ د دې وزارت پخواني وزیر څخه د ترسره کړو کارونو او هلو ځلو څخه مننه وکړه.

له هغې وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني وزیر خبرې پیل او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د کانونو په سکټور کې د لا ودې، روڼتیا، د غوره اصلاحاتو او مسؤولیتونو د ترسره کولو څخه یادونه وکړه، او له دندې څخه د استعفاء موضوع یې خپل خصوصي مشکلات یاد کړل.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت نوي ځای ناستي وزیر او د دې وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عنایت الله مومند وینا وکړه، چې د خپلې وینا په ترڅ کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني وزیر له کړنو څخه د مننې ترڅنګ، د حکومت له دې پریکړې چې په ده باندې یې د کانونو سکټور رهبري (وزارت) چارې سپارلي، قدرداني وکړه. نوموړي د سکټور او کاري شرایطو د لا ښه کولو لپاره خپله ژمنه تازه او داسې یې وو ویل، <<خوښ یم چې د اتو کالو راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري ټیم غړۍ یم، د دې سکټور او ټیم څخه کاملا خبر لرم؛ د صنایع استخراجي سکټور د افغانستان یو له مهمو اقتصادي سکټور په حیث لومړیتوب لري؛ ترڅو د نقشې لارې پلې کړي.>>

د مراسمو په ترڅ کې مراسمو ته راغلو میلمانو هر یو د افغانستان د ښځو شبکې غړي اغلی پلوشه حسن زاده او د سوداګرۍ او پانګونې لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په خپل وار سره د پخواني وزیر اغلی نهان څخه د دي د ترسره فعالیتونو او کړنو څخه قدرداني وکړه او نوي ځای ناستي وزیر ښاغلي مومند ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په ورسپارل شوي دنده کې د لا بریاوو هیلې څرګندې کړې.

په پای کې، برنامه د کانونو په سکټور کې د کاري سیسټم د ښه والي او وزارت مقام دفتر ته د نوي ځای ناستي وزیر د پیژندګلوۍ په ترسره کیدو پای وموند.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS