د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د میدان وردګو ولایت دکانونو ستونزې واوریدې

firoz_admin
Thu, Oct 31 2019 9:02 AM
fff

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند دمیدان وردګ ولایت د منتخبو استازو، ولایتي شورا غړو، او قومي مخورو سره ولیدل او په یاد ولایت کې دافغانستان دصنایع استخراجي سکټور د پروژو او همدرانګه ددې ولایت دغیرې قانوني کیندنو برخه کې د یاد ولایت ستونزې واوریدې؛ ښاغلي مومند وويل " مونږ هڅه کوو ترڅو په هغه سیمو کې چې غیرې قانوني کیندنې دي قانوني يي کړو او هیچاته اجازه نه ورکوو ترڅو زمونږ منابعو نه ناوړه ګټه پورته کړي؛ هغه زیاته کړه چې په کومو سیمو کې د قانوني قراردادنو زمینه برابروي هلته قانوني قرادادونه ولرو ترڅو خلکو ته دکار زمینه برابره شي او د دولت عواید ډير شي.

په غونډه کې د میدان وردګو ولایت استازو د کانونو او پټرولیم وزارت د پراګرمونو د حمایت ترڅنګ زیاته کړه چې په میدان وردګ ولایت کې دکاني زیرمو دموثره استفادې لپاره دي د صنایع استخراجي سکټور برنامې تطبیق شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اړونده چارواکو ته هدایت ورکړل شو؛ ترڅو دغیرې قانوني کیندنو برخه کې خپل اقدامات جدي کړي او د صنایع استخراجي سکټور دقانوني قراردادنو لپاره دې زمینه برابره شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS