کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر عنایت الله مومند د UNDP داستازو سره وکتل

firoz_admin
Tue, Nov 05 2019 9:00 AM
ee

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د افغانستان لپاره د UNDP ادارې مرستیال ښاغلي ناپلئون ناوارو سره په خپلي کار دفتر کې د بشري پرمختیا ملي راپور (NHDR) په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مومند د UNDP افغانستان نه مننه وکړه چې دافغانستان صنایع استخراجي سکټور کې د پلټنو او مشوره ورکولو برخه کې کار ترسره کوي او زیاته يي کړه" مونږ پدې ورستیو کې دځينو پرژو او په خصوص د ځينو منرالو په اړه ځنځروي مطالعات پیل کړي؛ ترڅو پدې سکټور کې دپانګونې بهیر چټکتیا ومومي او وکولۍ شو د نړۍ په معیارنو د استخراج او پروسس لپاره زمینه برابره کړو؛ مونږ د ټولو هغه پلټنو او وړاندیزونو ګټه واخلو کوم چې پدې ورستیو کې د همکاره ادارتو له لورې ترسره شوي.

ښاغلي مومند زیاته کړه چې مونږ به د UNDP افغانستان د وړاندیزونو ته چې پدې سکټور کې يي مطرح کوي توجو کوو او هڅه به کوو چې ددې معلوماتو او ګزارشونو نه ګټه واخلو.

د افغانستان UNDP ادارې مرستیال ښاغلي ناپلئون ناوارو د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور په ظرفیتونو او همدرانګه په مشترک کار ټینګار وکړه وویل" د UNDP اداره دافغانستان دصنایع استخراجي سکټور برخه کې حاضر ده چې دکانونو او پټرولیم وزارت سره له نژدې کار وکړي.

دیادونې وړ ده چې د بشري پرمختیا ملي راپور (NHDR) به ډير ژر خپور شي؛ او دکانونو او پټرولیم وزارت به هغه ټولو وړاندیزونو ته چې ددې سکټور د پراختیا سبب ګرځي پاملرنه کوي.

#UNDP #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS