د کانونو او پټرولیم وزارت به د هیواد د عوایدو پر مهمه سرچینه بدل شي

firoz_admin
Thu, Nov 14 2019 8:45 AM
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت د وضعیت ارزولو په موخه د غونډو په لړ کې نن ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په دې وزارت کې د بنیادي تغییراتو او د هیواد د عوایدو پر مهمې سرچینې د بدلېدو په خاطر، غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اصلاحاتو د سترې برنامې د تطبیق په اړه چې د دغه وزارت د لار نقشې په چوکاټ د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، ټینګار وشو.

همدارنګه د کانونو او پترولیم وزارت پر تشکیلاتو بحث وشو او څرګنده شوه چې موږ باید د کانونو په برخه کې متخصصین ولرو، د دغه وزارت د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او علمي پوهه دې لوړه شي، د وزارت د عایداتو پلان دې ترتیب او هیواد د کانونو په ځانګړي ډول د مرمرو او رخام، تیلو او ګازو، قیمتي ډبرو، مسو، کرومایتو او نورو کانونو پر استخراج لازیات تمرکز وشي.

جمهوررئیس غني وویل، موږ باید د هیواد د هر کان د استخراج، تولید او عوایدو زیاتولو ته مشخصه طرحه ولرو او باید د کانونو انکشاف د هیواد د اقتصادي ودې لپاره زموږ اصلي لیدلوری واوسي.

هغه زیاته کړه، تفحصاتو ته دې پاملرنه وشي، ظرفیتونه دې زیات شي چې د کانونو د معیاري استخراج په برخه کې موثر پایلې ترلاسه شي.

جمهوررئیس غني وویل، باید د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وشي او د تیلو او ګازو د وارداتو او صادراتو بېلانس دې ترتیب شي چې د تیلو او ګازو او د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلو.

جمهوررئیس په قراردادونو کې پر واضح ارزونې ټینګار وکړ او وې ویل، کانونه باید د ملي یووالي وسیله شي او په هر اقتصادي زون کې به پر کانونو پانګونه وکړو.

د هیواد جمهوررئیس وویل موږ برنامه محوره کانونو او پترولیم وزارت غواړو، د امریکا د جیولوجي سروې لپاره دې اقتصادي پلان جوړ او باید د منابعو د مدیریت په موخه اساسي تهداب ایجاد شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS