کانونو او پټرولیم وزارت په صنایع استخراجي سکټور کې د ټولنیز مشارکت د امانتدارۍ په تړاو ګردی میز جوړ کړ

firoz_admin
Sat, Dec 14 2019 2:58 PM
ییی

په صنایع استخراجي سکټور کې د ټولنیز مشارکت په اړه د امانتدارۍ ګردی میز د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤولینو، د افغانستان روڼتیا څارونکو، GIZ بنسټ مسؤولینو او د مدني فعالینو په ګډون د دې وزات د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

نوموړي برنامه د افغانستان د روڼتیا څارونکي ادارې اجرائیوي رئیس ښاغلي سید اکرام افضلي په وینا پیل شوه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د برنامې د برابرولو څخه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې د صنایع استخراجي سکټور د پرمختګ او ارتقا لپاره به هڅې وکړي؛ ترڅو پدې سکټور کې د خلکو ګډون لا زیات شي.

ښاغلي افضلي په دې برخه کې د حکومت، خلکو او د مدني فعالینو رول اغیزناک وباله او زیاته یې کړه چې د قرارداد په صورت کې به دولت او اړوند شرکت له خلکو سره سلامشورې کوي؛ ترڅو یې غوښتنې پوره کړي. د کار له شروع واړندې به شرکت د خلکو سره په اړیکه کې وي؛ ترڅو د ستونزو مخه یې نیول شوي وي. د ځایې خلکو، مدنې فعالینو، دولت او شرکت ترمینځ باید کلکه اړیکه موجوده وي؛ ترڅو د دوامدارې څارنې او فساد د مخنیوي سبب شي.

له هغه وروسته، د افغانستان د روڼتیا څارونکي ادارې د برنامو مسؤول ښاغلي احمدالله موج په صنایع استخراجي سکټور کې د خلکو د ورل د پلی کیدو په اړه طرحې وړاندې کړې.

د برنامې په بل اړخ کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د حقوقي چارو رییسې میرمن فاطمې مورچل د کان قانون په رڼا او په کاني فعالیتونو کې د ځایی ټولنو د رول په اړه خبرې وکړې، او د کان کېندنې په پروسه کې د ځایی ټولنو ښکیلتیا روښانه کړه، کوم چې د کان په سکټور کې یوه مهمه مسأله ده.

له هغې وروسته، د آلمان نړیوالې همکارې ادارې  (GIZ)نماینده ښاغلي امان سلطاني خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې، د ذکر شوي موضوع په اړه د (GIZ) بنسټ فعالیتونه په لنډ ډول روښانه کړل.

 

همدارنګه د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د روڼتیا نوښت(AEITI)  مسؤول ښاغلي حشمت الله سیاس په خپل وار سره وینا وکړه او زیاته یې کړه چې، د دې ناستې اصلي موخه په صنایع استخراجي سکټور کې د روڼتیا منځ ته راوړل دي.

او له هغه وروسته، د افغانستان د کانونو دنظارت نماینده ښاغلي علي فرهنګ هم خبرې وکړې او په خپله وینا کې یې په صنایع استخراجي سکټور کې د خلکو ونډه مهمه یاده کړه.

په پای کې، ذکر شوي برنامه د موضوع اړونده پوښتنو، پیشنهاداتو او نظرونو په وړاندې کولو پای وموند.

#روڼتیا_څارونکي #کانونو_اوټرولیم_وزارت#MoMP

 

 

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS