په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
news

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده بولۍ کې (۳۹۸۷) قیراطه زمرد د (۵۲۴۳۵۰) پنځه لک څلور وېشت زره درې سوه پنځوس امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د سمنګانو ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د سمنګانو ولایت د والي مرستیال په مشرۍ، د کانونو رئیس او د کمېټې غړو په ګډون، د یاد ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکلې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونو او کړنلارو پر بنسټ او د چارو ادارې د اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره په همکارۍ، د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۴/۴/۱۱. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته