د کانونو او پترولیم وزارت دجنډر آمریت
نظرونه:
د قانون سره سم د نارینوو او ښځینوو لپاره د خوندي او د یو مصؤ ن کاري چاپیریال رامینځته کول او د استخراجي صنعت په سکتور کې د مساوي حقونو او امتیازاتو برخمن کیدل
لیدلوری :
د یو مصؤن او د تاوتریخوالی دلیره کیدودکاری چاپریال دمنځته کولو په موخه او د عامه پوهاوي د وړتیا لوړولو پروګرام د حکومت د قانونو په رڼا کی پلی کول دی
د کانونو په سکتور کې د عادلانه فرصتونو په مقابل کې ، د پوهاوي پروګرامونو پلان اوطرحې د همغږۍ پروګرام رامینځته کیدل ترڅو د میرمنو شتون ډیر شي
د پروګرامو او کنفرانسونو له لارې د ښځو هڅول ترڅو د استخراجي صنایعو سکتور کې پانګوونې وکړي.
تاریخچه:
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بن (۲۰۰۱)میلادی کال په دی تړون کې په رسمي ډول په افغانستان کې د جنډر برابري په رسمیت پیژندل او د ښځو د ځواکمنتیا او جندرد مساواتو په اړه د خپلو کړو ژمنو د عملي کولو لپاره قانون تصویب کړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کانونو او پټرولیم وزارت د ملي او بین المللي ژمنو او د ښځود ملي ستراتیژی پلان سره سم په (۱۳۹۰)هجری شمسی کال کې د جنډر آمریت د مالي او اداری معینیت تر چتر لاندی رامنځته شو.
د یو څلور نفری تشکیل په درلودو سره د آمریت یو بست د کارپوهانو څلور بسته او د یو اتم بست سره په کار پیل وکړ.
د جندر آمریت دکارموخه :
- د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض په نښه کولو لپاره حقوقي او سیستماتیک تغیرات
- د ښځو لپاره د عادلانه کاري فرصتونو رامینځته کول ترڅو په کاري چاپریال کې ښځې خپل موخو ترلاسه کړي.
- د استخراجي صنایعو په سکتور کې د جنډرد مساواتو اود نارینو اود ښځو پوهاوي وړتیا لوړول
- د کانونو په سکتور کې د میرمنو حضور زیاتولو لپاره هلېځلې ، اودصنایعو په استخراجي کې د ښځو اقتصادي رول او پانګونې پیاوړې کول
د جندر آمریت مسؤلیتونه:
- د جنډرآمریت مسؤلیت لري چې د بین المللي مکلفیتونو سره سم په وزارت کې د میرمنو حضور زیاتولو لپاره د اسانتیاوی دچمتو کولو لپاره همغږی ولرې، او د جنډر د پالیسیو او کړن لارو پورې اړوند چاروکې لازمي مشوره ورانده کړې.
- د جنډر آمریت یو نږدي کمک کونکی دی چې دوزارت د کارکوونکو د دوړتیا لوړولو ښوونې او روزنې په برخه کې او د جنډر له نظره د دولت تهعدات د ښځو د پرمختګ په خاطر د د بشری سرچینو ریاست سره د ښځو د روزنې او استخدام او د کلنۍ ارزونو لپاره یوځای کارکوي
- دغه آمریت د جنډر دمساواتو په برخه کې د کانونو او پترولیم وزارت د جنډر پالیسي پلي کولو او نورو پالیسیو پلي کولو ، کلیدي پوستونو د ودې او لاسته راوړنې سره سم د ښځو پیژندلو ، وړتیاجوړونې اود وزارت د ریاستونو سره کار او فعالیت کوي.
- د جنسیت پر اساس د مالوماتو او احصایوثبت او د ګمارنې کمیټې کې د جنډر استازې فعاله برخه اخیستنه کې مؤثره یوځای کارکوی او هم د وزارت د ریاستونوسره په موافقه ترڅو د ښځینه کارمندانو ظرفیت لوړولو او پریکړو نیولو پوستونو کې د دوی برخه اخیستنې ملاتړ وکړي
- دا آمریت تل کوښښ کوي چې د تحصیلي برنامو ته وده ورکړي او میرمنې په بورسونوکې معرفي کړي د مرستندویانو راجلبول ترڅو میرمنې وکولی شي د لوړو زده کړو څخه ګټه واخلی کړي.
په کمیتو کی دجنډر دآمریت غړیتوب :
- د ګمارنې په کمیټه کې غړیتوب:
- د ښځو او ماشومانو پروړاندې د ځورونې مخنیوي په کمیټه کې غړیتوب
- د شخړې په هوارۍ کې غړیتوب
- د اضافه کاري کميټې کې غړیتوب.
- په سوپر سایکل کمیټې کې غړیتوب
د جنډر ریاست لاسته راوړنې:
- په FPIP کې د جنډر ریاست شاملېدل
- د جنډر دپالیسي تصویب کول
- د آنلاین شکایتونو اوریدو لپاره یو میکانیزم طرحه او رامنځته کول
- دښځینه کارمندانو د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د مشعل د خصوصي پوهنتون څخه فارغیدل
- د کانونو په سکتور کې د ښځو د رول په اړه پوهاوی او په (۳۴)والیتونو کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوی قانون
- دجندرپه آمریت کې یو تن د سلاکار په توګه ګمارل
- د وزارت په کچه د باالمقطع کارمندانو لپاره د ۸ څخه ډیر د پوهاوي برنامو رامینځته کول