جیولوجیکي ساحوي ټیم د تخار ولایت د ورسج او کلفګان ولسوالیو د سنګ‌آب، انوی او دشت رباط سیمو ته د مرمرو او ګچو د پلټنی په موخه

firoz_admin
Sun, Feb 23 2020 1:54 PM
1234

د هیواد طبیعي زیرمې د ملي ګټو له بې ساري او بې بدیلو سرچینو څخه شمېرل کېږي. د افغانستان د جیولوجيسروې تل هلېځلې کوي تر څو هغه طبیعي زیرمې چې لاهم د ځمکې لاندې پټې او خوندي پاتې دي راوسپړي، او د کشف شويو کانونو په جدول کې یې ور زیات کړي.

د افغانستان د جیولوجيسروې د خپلو ساحوي څیړنو پر دوام داځل یو جیولوجیکي ساحوي ټیم د تخار ولایت د ورسج او کلفګان ولسوالیو د سنګآب، انوی او دشت رباط سیمو ته د مرمرو او ګچو د پلټنی په موخه لیږلی. یاد ټیم د جیولوجیکي قوانیونو پر بنسټ څیړنې پیل کړي او د تحقیق په ترڅ کې یوشمېر جیولوجیکي فعالیتونه، چې د کان او کاني نښو د پلټنې لپاره اړین دي سرته رسولي چې په لاندې ډول دي:

  • د جیولوجیکي تګ لارو پلي کول
  • د تفحصاتي خط السیرونو پلي کول
  • د مشاهداتي ټکو څخه د کوردیناتو اخیستل
  • د ګټورو پوړونو د ظاهري پنډوالي معلومول
  • د لابراتواري تجزیو لپاره نمونې اخیستل
  • د ګټور پوړونو کنتور بندي

د یاد ټیم لاس ته راوړنې څلور جیولوجیکي-لیتولوجیکي او د حقیقي موادو نقشې، سکیچونه، جیولوجیکي راپورونه او داسې نور ضمایم دي.

د یادولو وړ ده چې د یادو سمیو ګچ او مرمر سپین رنګ لري او د ښې  بلاک بندي، کمیت او کیفیت څخه برخمن دي.

 

#کانونواوپټرولیم‌وزارت #MoMP

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS