د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو د تطبیق د ستر سلاکار پر موټر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

firoz_admin
Sun, Feb 07 2021 12:32 PM
fff

د افغانستان د پرمختګ او هوساینې دښمنانو، د خپلو جنایتونو په دوام کې، نن سهار د کابل د نهمې ناحیې په څلورم مکرویان سیمه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو د تطبیق د ستر سلاکار عبدالله آصفي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وکړه. له نېکه مرغه، په دې پېښه کې عبدالله آصفي ته زیان نه دی اوښتی او دده موټرچلونکی فضل محمد سطحی ټپي شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د دې تروریستي برید د غندلو ترڅنګ وویل: د افغانستان د پرمختګ او هوساینې دښمنان، د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره، هېواد او خلکو ته د خدمت په ډګر کې د ځوانانو د ژمنې او روحیې مخنیوی نه شي کولای. ځوانان دې خاورې ته ژمن دي او په لا زیاتې انرژۍ سره به د هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره کار کوي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS