د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د کانونو او پټرولیم وزیر لیدنه

firoz_admin
Tue, Jun 08 2021 8:30 AM
ff

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، پداسې حال کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او استخراجي برنامو مرستیال محمدعتیق ذکي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او تجارت مرستیال، محمد سلیمان بن شاه، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د هرات ولایت یو شمیر کان ایستونکو او صنعت کارانو سره یو ځای، تیره ورځ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د سینګاري (تزئینی) ډبرو د پروسس، د اوسپنې تولید او پروسس، د بټریو تولید او د پلاستیکي تولیدي فابریکو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ېادې لیدنې په ترڅ کې، صنعت کارانو د کانونو او پټرولیم وزیر او ورسره مل پلاوي ته د فابریکو او همدارنګه د دوی د فعالیتونو د دوام او پراختیا په اړه خپل نظریات، ستونزې او ننګونې واورولې.

له هغې وروسته، د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات له والي او د مالیې، صنعت او سوداګرۍ له مرستیالانو سره په ګډه د هرات ولایت د پانګوالو په ناسته کې ګډون وکړ. د کانونو او پټرولیم وزیر د پانګوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د افغانستان خصوصي سکتور، په ځانګړي توګه د کانونو او صنعت کارانو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د شته ننګونو د حل لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي چخانسوري پخپلو خبرو کې د سینګار (تزئینی) ډبرو د صادراتو د اسانتیا او په صنایع استخراجي سکتور کې د نوي پانګوونې، په ځانګړي توګه د شاوخوا 85 کوچنی او 23 لوی مقیاس د کان کیندنې د پروژو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه ښاغلي چخانسوري په نږدې راتلونکي کې د ټاپي ګازي پایپ لاین پروژې باندې د کار د پیل او د هرات د تیلو ساحې د سروې په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Sat, Jun 20 2026 11:55 PM
Background image

Deputy Minister for Policy and Programs Meets with the Representatives of Kazakhstan’s Eurasian Research Center

The Deputy Minister for Policy and Programs of the Ministry of Mines and Petroleum, Mr. Abdulrahman Qanit, met with the representatives of Kazakhstan’s Eurasian Research Center and. . .

Sat, Jun 20 2026 2:44 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets with Officials of Azizi Group

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, met with officials of Azizi Group in his office.
During the meeting, discussions were held regarding the generation of. . .

Sat, Jun 20 2026 2:34 PM
Background image

Bamyan Iron Mine Contract Signed

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for the iron mine located in Yakawlang District of Bamyan Province with Nazari Rahimi and Khan Waziri. . .

BACK TO NEWS