د کانونو او پټرولیم وزارت ته د نويو معینانو معرفي کېدل

firoz_admin
Sat, Jun 11 2022 2:57 PM
dd

د امیرالمونین شېخ الحدیث مولوي هیبت الله آخندزاده  د 26/10/1443 نېتې د 722ج1 شمېره د فرمان په اساس، انجینیر وحیدالله حلیمي د تخنیکي معین، شېخ ضیاء الرحمن اریوبي د پالیسي معین، مولوي حسام الدین صابري د مالي او اداري معین او انجینیر نورالله ستانکزی د سروې جیولوجي معین په توګه نن 20/3/1401 نېتې د یاد وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د ریاست الوزرا عالي مقام د نمایندګانو، د ځینو وزارتونو معینانو او مسوولینو په حضور کې د دغه وزارت ریسانو او کار کوونکو ته رسماً ورمعرفي کړل.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وويل: چې په ا.ا.ا کې قومي، ژبني او نژادي مسايلو ته هيڅ ځاى نشته او په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان اوسنی نسل ته تر بل هر وخت زيات مسووليت لري چې د دې ستر هدف لپاره لاسونه سره يو کړي. تر څو د خلکو د ارامۍ ، د افغانستان د ابادولو او اقتصادي پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

د کانونو او پټرولیم وزارت نویو معینانو د امیرالمومنین او د شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور څخه مننه وکړه چې پر موږ مو باور وکړ چې په یو داسې سالمه فضاء کې مو د کار زمینه برابره کړه. موږ له تاسې څخه منندوی یو، او دا وعده کو چې د وزارت د مقام په ملاتړ پوره کوشش به کوو چې د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو پر اساس به خپلې دندې تر سره کوو.

او همدارنګه په دغه غونډه کې د شهیدانو او معلولینو وزارت معین مولوي عبدالحکیم حقاني او د امربالمعروف او النهی عن المنکر وزارت نماینده شېخ محمد یحیی هم خبرې وکړې، او د دغه وزارت کار کوونکو ته یې ته یې لارښوونه وکړه چې خپل کارونه په صادقانه، اخلاص او ایماندراۍ سره تر سره کړئ، او له الله تعالی څخه یې ورته د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

او غونډه د دعوت او ارشاد سرپرست رئیس ښاغلي مولوي فضل الکریم په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS