د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست کندهار ولايت ته سفر وکړ

firoz_admin
Tue, Mar 14 2023 8:34 PM
۵۶

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحديث شهاب الدين دلاور نن سه شنبه د 1401/12/23 نېټې د کندهار ولايت ته خپل سفر وکړ.

ښاغلي شېخ الحديث شهاب الدين دلاور په دغه سفر کې د کندهار ولايت د کانونو رئيس او کارکوونکو سره وليدل. او همدارنګه يې د ياد رياست کار کوونکو ته وويل چې د کانونو د استخراج په برخه کې له خپلې مسلکي پوهې ګټه واخلئ تر څو د کانونو استخراج په سمه او قانوني توګه تر سره شي. 

او همدارنګه يې په ياد ولايت کې د ښوراندام سيمنټو پروژې د فابريکې فعالولو زېری هم ورکړ چې د يادې فابريکې له فعالولو سره به 5000 هيوادوالو ته په مستقيم او غیرمستقيم توګه کاري زمينه برابره شي. 

د‌کانونو او پټروليم وزارت سرپرست کندهار ولايت ته په داسې حال کې خپل سفر کوي چې څه موده وړاندې د همدې وزارت د انجنيرانو د سروې وروسته د کرومايټو يو شمېر کانونه کشف شوي دي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS