د جبل السراج سمنټو آفرګشایي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
Mon, Jul 03 2023 8:53 AM
۷

د جبل السراج سمنټو آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، یو شمېر رئیسانو او داوطلب شرکتونو استازو په شتون کې نن یکشنبه د 11/4/1402 نېټې تر سره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګه د یادې پروژې د استخراج او پروسس د پرختیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

په دغه غونډه کې ټاکل شوې کمېټې د آفرګشايي څخه وروسته  د داوطلب شرکتونو د پروپوزلونو او اسنادو د ارزونې په اړه د خپل کار د پېلېدو خبره وکړه.

د يادونې وړ ده چې دغه پروژه د څه باندې 200 ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره چې  په ورځني ډول به د 6000 ټنو سمنټو د توليد ظرفيت ولري او زرګونه کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابرېږي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS