د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د قېمت ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قېمتي، نیمه قېمتي ډبرو کمېټې غونډه د عوایدو د تنظیم رئیس مولوي محمدرسول عقاب په مشرۍ د کمېټې غړو ترمنځ د دوشنبې په ورځ د 10/7/1402 نېټې د یاد وزارت د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د هیدنیت کریسټال دوه رنګه ډبرو(اسپودومن) د قېمت ټاکل او د کمېټې کاري طرزالعمل د کان کېندني قانون په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. او همدارنګه د کمېټې له لوري د یادو ډبرو لپاره د محلي، منطقوي او نړیوالو نرخونو په اساس رویالټي وټاکل شوه.
