د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوی آمر معرفي شو

urgent_user
Tue, Jun 04 2024 11:05 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي شفیق الله امیني د پلان او پالیسۍ د مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي له لوري د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نوي آمر په توګه د یاد آمریت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نوي آمر د معرفي غونډه کې د حقوقو عمومي رئیس مفتي داد محمد، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار هم ګډون کړی وو، د پلان او پالیسۍ مرستیال د اطلاعاتو او عامه اړیکو د کاري مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: په اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی نو په همدې اساس موږ او تاسو ته لازمه ده چې د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړو، ترڅو ملت ته د خدمت جوګه شو، له اړوندو کارکوونکو څخه یې و غوښتل چې ور سپارل شوې دندې په پوره صداقت او همغږۍ سره ترسره کړي، دغه راز یې د پخواني آمر د کارونو ستاینې ترڅنګ نوي آمر ته د دندې د مبارکۍ سربېره یې په چارو کې ورته دبریالیتوب هیله وکړه.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه د باور څخه مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې خلکو او اسلامي نظام ته به د خدمت په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مولوي شفیق الله امیني د عبدالله بن مسعود له جامعې نه د دیني علوم په برخه کې د لیسانس تر کچې پورې زده کړې کړي دي او مخکې یې د لوګر پوهنتون کې د استاد په توګه دنده تر سره کوله.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS