د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جوزجان او سرپل ولایتونو له کانونو څخه لیدنه وکړه

kamran_admin
Mon, Apr 14 2025 7:45 AM
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جوزجان او سرپل ولایتونو له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په داسې حال کې چې د جوزجان والي او کانونو رئیس یې ملتیا کوله د جوزجان او سرپل ولایتونو له کانونو څخه لیدنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په جوزجان ولایت کې د باشکورد، طوطي میدان، چغچي، یتیم تاق د ګازو زېرمو، د سمنټو له کارخونې او په سرپل ولایت کې د قشقري، انګوت د تېلو زېرمو څخه لیدنه وکړه، د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته یې د استخراج په برخه کې ځانګړې لارښوونې وکړې او د سیمو خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه یې ټینګار وکړ.
همدارنګه دیادو ولایتونو له خلکو سره یې د کتنې پر مهال د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل د حل په موخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ سربېره پر دې یې په جوزجان ولایت کې د د شتې لیلې شهیدانو له مزار څخه د لیدنې پر مهال د هغوی روح ته دعا هم وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS