د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

kamran2_admin
Wed, May 14 2025 7:53 PM
image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په مشرۍ اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، رئیسانو او آمرینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې یو شمېر رئیسانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بېلابېلو برخو د چارو چټکتیا او پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او اړینې لارښوونې یې وکړې.
د وزارت سرپرست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د چارو د ښه والي لپاره لا ډېر کوښښ، پاملرنې او همغږي ته لومړیتوب ورکړي د وظیفوي غفلت څخه مخنیوی وکړي، د کانونو تړونونه دې وارزوي او مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي تر څو چارې په ښه ډول ترسره شي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل لپاره یې اړینې لارښوونې و کړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS