د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او کاني سیمو ارزونې سربېره د غیرقانوني کیندنې د مخنیوي په موخه د یاد زون ارزونه ترسره کړه.
دغه ارزونه د وزارت د منظور شوي پلان له مخې د پالیسۍ او برنامو معینیت د ټاکل شوي پلاوي له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ریاستونو اداري، تخنیکي او اجرایي فعالیتونه، د قوانینو او مقرراتو پلي کول، د کانونو د چارو مدیریت او د اسنادو د تنظیم بهیر وڅېړل شو.
د یادې ارزونې موخه د شته ظرفیتونو او نیمګړتیاوو پېژندل، د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې کول او د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند خدمتونو د اغېزمنتیا لوړول دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلو کلنیو پلانونو له مخې د هېواد په ټولو حوزو کې د اړوندو ریاستونو او کان کیندنو ارزونه دوام لري، ترڅو د چارو د روڼتیا، حساب ورکونې او اغېزمن مدیریت زمینه لا پیاوړې شي.
