د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
*د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او کاني سیمو ارزونې سربېره د غیرقانوني کیندنې د مخنیوي په موخه د یاد زون ارزونه ترسره کړه.
دغه ارزونه د وزارت د منظور شوي پلان له مخې د پالیسۍ او برنامو معینیت د ټاکل شوي پلاوي له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ریاستونو اداري، تخنیکي او اجرایي فعالیتونه، د قوانینو او مقرراتو پلي کول، د کانونو د چارو مدیریت او د اسنادو د تنظیم بهیر وڅېړل شو.
د یادې ارزونې موخه د شته ظرفیتونو او نیمګړتیاوو پېژندل، د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې کول او د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند خدمتونو د اغېزمنتیا لوړول دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلو کلنیو پلانونو له مخې د هېواد په ټولو حوزو کې د اړوندو ریاستونو او کان کیندنو ارزونه دوام لري، ترڅو د چارو د روڼتیا، حساب ورکونې او اغېزمن مدیریت زمینه لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته