د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان له سفیر سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
دیدار وزیر معادن و پترولیم با سفیر ازبکستان

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبیک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا ټینګښت او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ازبکستان سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته ‌راوړنې مهمې وبللې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د خپل هېواد د پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې. همدارنګه نوموړي د طوطي میدان پروژې په برخه کې د شته ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان هېواد د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دغه وزارت به د بهرنیو پانګوالو د جذب، ملاتړ او هڅونې په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته