د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

kamran_admin
Tue, Sep 22 2026 8:40 PM
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطي میدان ګازي بلاک د قرارداد او د رامنځته شویو تخنیکي او مالي ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د وضعیت، د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغو ستونزو د حل لپاره د دواړو لورو د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي څرګنده کړه، چې د یادې پروژې د ستونزو د حل لپاره  هغه وخت چې د ازبکستان هېواد پلاوي افغانستان ته د طوطي میدان ګازي بلاک د ستونزو د حل په موخه سفر کړی وو، د یادو ستونزو د حل په موخه ۱۲۰ ورځې وخت و ټاکل شو، چې په دې موده کې باید شته ستونزې په ګډه وارزول شي او د حل لپاره یې لازم عملي اقدامات ترسره شي.
د وزارت پلاوي د افغانستان له لوري ډاډ ورکړ چې هر هغه موضوع چې د افغانستان اسلامي امارت پورې اړه ولري، د ستونزو د حل او د پروژې د پرمختګ لپاره به لازمې همکارۍ او اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز ازبکستاني لوري هم ډاډ ورکړ، چې د طوطي میدان ګازي بلاک د مالي او تخنیکي ستونزو د حل په موخه به هر هغه اقدام چې اړین وي ترسره کړي. د ازبکستان د کانونو او صنایعو وزیر ټینګار وکړ، چې د طوطي میدان ګازي بلاک قرارداد د یوه خصوصي شرکت او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی، خو ازبکستان د دې پروژې په اړه ځان د دولت په کچه مسوول ګڼي او چمتو دی، چې د پروژې د څارنې، تمویل او د شته ستونزو د حل په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي هم د افغانستان له لوري د هر ډول لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه، چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصادي او بنسټیزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.

Latest news

Thu, Sep 17 2026 6:23 PM
Background image

Afghan and Uzbek Delegations Hold Joint Meeting to Resolve Technical Challenges Related to the Toti Maidan Gas Block

Technical and professional delegation from the Ministry of Mines and Petroleum of Afghanistan has traveled to Tashkent, the capital of Uzbekistan, for the purpose of jointly assessing. . .

Tue, Sep 15 2026 7:14 PM
Background image

Construction Progress on the Herat Section of the TAPI Project Has Reached 80 Percent

Construction works on the Herat section of the TAPI gas pipeline are progressing rapidly across various work areas within Afghanistan, with significant progress achieved in key. . .

Tue, Sep 08 2026 8:20 PM
Background image

Shirzad District Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on September 8, 2026 signed the contract for the second block of the Talc Mine located in the Kudi Khel area of Shirzad. . .

BACK TO NEWS