د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه،لاسلیک شول

firoz_admin
Sun, Sep 15 2019 9:20 AM
xxx

کابل، افغانستان: د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه؛ د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د تړون کوونکو شرکتونو له استازو سره، لاسلیک کړل.
نرګس نهان، د رویالټي لوړه سلنه او د پانګونې لپاره په کور د ننه د کرومایټ ډبرو د پروسس شرط؛ د یادو تړونونو د تعدیل د اساسي عواملو په توګه یاد کړل.
مېرمن نهان وویل چې د کرومایټ ډبرو تړونونه د کانونو د نوي قانون په رڼا کې څېړل شوي او رویالټي له ۳۰ سلنې څخه ۷.۵ سلنې او ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
دغه راز د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې وویل، تړون کوونکو شرکتونو ژمنه کړې چې هغوی پخپله د کرومایټ ډبرو د پروسس په برخه کې هم پانګونه کوي.
د کرومایټ ډبرو د استخراج تړونونو د تعدیل د هوکړه لیک پر بنسټ، تړون کوونکي شرکتونه مکلف دي چې د تړون تر لاسلیک کېدو، یوه میاشت وروسته، خپل کاري پلان د کانونو او پترولېم وزارت ته وړاندې کړي.
د کرومایټ ډبرو پنځه تړونونه، چې د تعدیل هوکړه لیکونه یې نن لاسلیک شول، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د بین الوزارتي کمېټې لخوا د کانونو او پترولېم په وزارت کې څېړل شوي او د څېړنې پایله یې د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریکه شوې وه.
توظیف شوي کمېسیون د تړونونو تر بیاکتنې وروسته، پرېکړه وکړه چې دغه پنځه تړونونه دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، تعدیل شي.
ویل کېږي چې هر شرکت د کرومایټ ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې شاوخوا ۴ میلیونه ډالر پانګونه کوي، چې په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې د کرومایټ ډبرو په دې پنځو کانونو کې به د پانګه اچونې ټولیزه کچه، ۲۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS