د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه،لاسلیک شول

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۹:۲۰
xxx

کابل، افغانستان: د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه؛ د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د تړون کوونکو شرکتونو له استازو سره، لاسلیک کړل.
نرګس نهان، د رویالټي لوړه سلنه او د پانګونې لپاره په کور د ننه د کرومایټ ډبرو د پروسس شرط؛ د یادو تړونونو د تعدیل د اساسي عواملو په توګه یاد کړل.
مېرمن نهان وویل چې د کرومایټ ډبرو تړونونه د کانونو د نوي قانون په رڼا کې څېړل شوي او رویالټي له ۳۰ سلنې څخه ۷.۵ سلنې او ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
دغه راز د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې وویل، تړون کوونکو شرکتونو ژمنه کړې چې هغوی پخپله د کرومایټ ډبرو د پروسس په برخه کې هم پانګونه کوي.
د کرومایټ ډبرو د استخراج تړونونو د تعدیل د هوکړه لیک پر بنسټ، تړون کوونکي شرکتونه مکلف دي چې د تړون تر لاسلیک کېدو، یوه میاشت وروسته، خپل کاري پلان د کانونو او پترولېم وزارت ته وړاندې کړي.
د کرومایټ ډبرو پنځه تړونونه، چې د تعدیل هوکړه لیکونه یې نن لاسلیک شول، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د بین الوزارتي کمېټې لخوا د کانونو او پترولېم په وزارت کې څېړل شوي او د څېړنې پایله یې د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریکه شوې وه.
توظیف شوي کمېسیون د تړونونو تر بیاکتنې وروسته، پرېکړه وکړه چې دغه پنځه تړونونه دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، تعدیل شي.
ویل کېږي چې هر شرکت د کرومایټ ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې شاوخوا ۴ میلیونه ډالر پانګونه کوي، چې په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې د کرومایټ ډبرو په دې پنځو کانونو کې به د پانګه اچونې ټولیزه کچه، ۲۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د سمنګانو ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د سمنګانو ولایت د والي مرستیال په مشرۍ، د کانونو رئیس او د کمېټې غړو په ګډون، د یاد ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو د یو کلنو کړنو د ارزونې بهیر پیل شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکلې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونو او کړنلارو پر بنسټ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ، د چهارشنبې په ورځ په ۱۴۰۴/۴/۱۱. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته